نړۍ

دکلفورنيا له وژنو وروسته دتروريستي ګواښونو په اړوند دامريکا دجمهور رييس وينا

واشنګتن  باختر د ليندى شپاړلسمه :
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما پرون په هغې وينا کې چې په سپينه ماڼۍکې له خپل دفتر څخه يې وکړه وويل چې دکلفورنيا  په سن برناردينو کې دتيرې اوونۍ  وژنې يو تروريستي اقدام و.او که څه هم له تروريزم  څخه رامنځته  شوى  ګواښ  رښتينى دى خو په هغه به بريالي  شو .
اوباما وويل چې خپلواکي له ډار څخه پياوړى ده خو زياته يې کړه چې دامريکا په ټولنه  کې  تفرقه بنسټپالوته يوه پلمه ورکوي .
دامريکا  جمهور رييس وويل: هيواد يې له تروريستي ډلو سره په جګړه کې دى او هلې ځلې يې وکړې. داسې وښيي چې ګنې امريکا له اسلام سره جګړه نه لري .
ده دغه راز وويل: لکه څنګه چې  دټولې نړۍ مسلمانان دنده لري دهغو بې لارې کوونکو  نظريو  جرړې وباسي چې دراديکال کيدو سبب کيږي دا دټولو ديني او پلورونو  څخه دامريکاييانو مسووليت دى چې توپير رد کړي  دا زموږ مسووليت دى چې په دې باب اشارې چې بايد له امريکا يي مسلمانانوسره بل ډول چلند ولرو رد کړو .
  دامريکا دفدرال تحقيقاتو سازمان اف بي اى دغه راز دتيرې چهارشنبې په ورځ ديوې  ميرمنې او دهغې دميړه په ډزو کې د ١٤ تنو دوژنې په باب په تحقيق بوخت دى  ، په دغه بريد کې ١٧ تنه نور ټپيان شول . داته ويشت کلن سيد رضوان  فاروق او د ٢٩ کلن تاشفين مالک  په نومونو ددغو وژنو عاملين وروسته له پوليسو سره په ډزو کې ووژل شول .
دداعش جګړه مارې ډلې په يوه راډيويي پروګرام کې وويل چې دغه ميرمن  او ميړه ددوى پلويان و. خو دايې نه دي ويلي چې داعش ددغه بريد دپروګرام په طرحه کولو کې رول ولري .
مقامات وايي چې تراوسه پورې  داسې نښې نښانې  نه دي ترلاسه شوي  چې  دوى ديوې سازمان موندلې ډلې اويا ديوه ستر تروريستي مرکز يوه برخه وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته