ورزش

دزونونو دکرکټ سياليو وروستي نيمايي پړاو پيليږي .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

 دزونونو  دکرکټ دسياليو وروستي نيمايي پړاو نن دعينکو دمسو دکان او دامير بند د ټيمونو په لوبي سره  پيليږي .

 دغه سيالۍ چې دپنځه زونونو د ټيمونو ترمنځ په کابل کې  ترسره شوي دي  وروستي  نيمايي  پړاو  يي نن دعينکو دمسو دکان او دامير بند د ټيمونو په لوبي سره  پيليږي .

   دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو دمسوول فريد هوټک د څرګندونو له مخې  ددغو سياليو په دوام  پرون دسپين  غر او د عينکو دمسو دکان ټيمونه لوبه کوي چې لومړى لوبه دسپين  غر ورزشکارانو پيل کړه او سيال ټيم ته يي  دوه سوه پنځه څلويښتو منډي هدف ورکړ چې دعينکو دمسو دکان ټيم ورکړي شوي هدف پوره کړاولوبه يي وګټله . 

 ديو اړونده  خبرځاى دڅرګندونو له مخې  رشيد ځدران په څلور نوي منډو سره ددغو سياليو بريالي لوبغاړي وپيژندل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته