کابل باختر دوږي شپږمه :
د غور ولايت د دوه لينه ولسوالۍ په يوه واټ کې نن سهار د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان له دريوتنو همکارانو سره يې ټپي شو .
د غور ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د دوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د ده د همکارانو د سپرلۍ موټر له ساحې څخه د تيريدو په حال کې و چې د دوى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او د چاودنې له امله يې امنيه قوماندان له دريو تنو همکارانو سره يې ټپي شو .
ټپيان د غور ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي .
د روغتون د مسوولينو د څرګندونوله مخې، د دوه لينه ولسوالۍ د امنيه قوماندان ډاکتر ضيا الدين روغتيايي حالت خراب دى او د يو سرتيرى او د امنيه قوماندان يوه يوه پښه د سختو ټپونو له امله غوڅې شوې دي.
2 1 دقیقه لوستل