کابل باخترد وري دمياشتې ١٧ :
په فراه ولايت کې پرون د وروستى پيښې د شهيدانو اوټپيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
دفراه له ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه مرسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دحکم له مخې، هر شهيد له کورنۍ سره سل زره افغانۍ او له هرټپي سره پنځوس زره افغانۍ دکورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين عبدالرحمن رحمن په مشرۍ د واکمن هيئت په وړاندې د فراه ولايت دځانمرګى بريد د شهيدانو په کورنيو اوټپيانو باندې وويشل شوه .
دفراه ولايت دايستيناف محکمې او نوى کابل بانک په ودانيو د وسله والو طالبانو د ډله ييز بريد له امله چې دوه ورځې مخکې وشو؛ څه ناڅه پنځوس تنه شهيدان اوسل تنه نور ټپيان شول.