ورزش

د هېواد د معلولينو د کرکټ ملي ټيم د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل / باختر/ د زمري ١٥ مه
د افغانستان د معلولينو د کرکټ ملي ټيم د معلولينو د شل اوريزو سياليو په نړيوال جام کې چې په انګلستان کې پيل شوې دي د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د باختراژانس د خبرله مخې، د هېواد د معلولينو د کرکټ ملي ټيم په خپله لومړۍ سيالۍ کې د بنګله ديش لوبډلې ته د اتو ويکټو په توپير سره  ماتې ورکړه.
توپ وهنه د بنګله دېش لوبډلې پيل کړه چې په ټاکلو شلو اورونو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې د افغانستان ټيم ته يوسلو نهه دېرش منډې هدف وټاکه.
د هېواد دمعلولينود کرکټ ملي ټيم وکولاى شول چې په شپاړلسو اورونو کې هدف پوره او د لوبې ګټوونکي شي.
ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته