کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر
د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د کانګفو فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د «ګل سرخ» جام په نوم د کانګفو اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې په دغو سیایلو کې د اتو ولایتونو څخه ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ګډون کړی و او یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د دغو سیالیو پایله کې د بلخ ورزشکارانو د ۲۱ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو لومړۍ، سمنګان ولایت ورزشکارانو دویم او د تخار ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د بلخ او نږدې ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د اتلسم پړاو کانګفو سیالیو نماځل یاد شوي دي.