خبرونهورزش

کندز کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غوایی ۲۹ مه، باختر

د کندز په مرکز کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ  د نوجوانان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه سیالۍ د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د والیبال فدراسیون د استازي له لوري د یاد ولایت د سپین کلوپ په لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې پای لوبې ته د نوجوانان او جمعیت لېسې لوبډلو لارموندلې وه، د نوجوانان لوبډله وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

نوموړي زیاته کړه،  چې یادې سیالۍ  درې  ورځې دوام وکړ او موخه یې د کندز ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې ټاکنه وه.

د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې ګټوونکو لوبډلو ته ستاینلیکونه او چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته