کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د بامیانو په ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د فوټسال پیل شوې سيالۍ د دایکانادا لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
د بامیانو د بدني روزنې او سپورټ آمر سید کفیل موسوي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه سیالۍ له بېلا بېلو ولایتونو څخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې دایکانادا لوبډله وتوانېده خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
نوموړي د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه یاد ورزش ته د غوره څېرو ټاکنه وه.
د یادونې وړده، چې په دغو سیالیو کې د دایکانادا لوبډلې لومړۍ، د هزارستان لوبډلې دویم او د وي آی پي لوبډلې درېیم مقام خپل کړی دی.