کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٧ :
دوه تنه ماين ښخوونکي پرون د هلمند ولايت په مربوطاتوکې د خپل جوړشوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو ماين ښخ کړي؛ د دوى دخپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې دملي اردو ځواکونو دهېواد په بېلابېلوسيموکې دخپلو امنيتي دندو په بهيرکې يوپنځوس ماينونه کشف اوشنډ کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ