ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام ددريو پروژو دکار پيل .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
ددريو ټولګټو پروژو کار نن  دلوګر په ازرې ولسوالۍ کې پيل شو .
دلوګر  دوالي وياند محمدسليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې  دڅه دپاسه ٢٨ مليونو افغانيو په لګښت دازرې ولسوالۍ دصالح خيلو  ، موليان او دکڅول  په سيمو کې  تطبيقيږي چې لومړۍ پروژه د ٥٠٠ مترو په اوږدوالي استنادي ديوال دى چې په جوړولو سره يې دسيمي اوسيدونکي داوبو دڅپانده کيدو له خطر څخه خوندي کيږي دويمه پروژه هم ٨٠٠ متره محافظوي ديوال دى چې اته سوه جريبه کرنيزه ځمکه داوبو له ګواښونو څخه خوندي کوي .
خبرځاى زياته کړه: دريمه پروژه دوه سوه پنځه اتيا متره استنادي ديوال دى چې دلوګر ولايت په ازرې  ولسوالۍ کې  يوزرو دوه سوه جريبه  ځمکه او څوکلي داوبو دڅپانده کيدو له خطر څخه خوندي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته