کابل باختر د کب دمياشتې دريمه
د روزګان او کندهار د لويي لارې پر سر په هغو پوستو کې نور امنیتي ځواکونه ځای پرځای شول چې دوه ورځې مخکې پولیسو پريښې وې.
د روزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري باختر اژانس ته وویل چي دوه ورځې مخکې د روزګان- کندهار د غځیدلې لویې لارې اړوند ملي پولیسو اووه امنیتي پوستې له تېروڅلورو میاشتو راهیسې د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې خوشې کړي چې د درې امنیتي پوستو سرتیري له خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای ترینکوټ او د څلورو نورو يې کندهار ته تللي وو.
سنګري وایي چې د دوی له راتګ سره سم په دغو امنیتي پوستو کې د افغان ملي ځواکونو د شپږم کنډک سرتیري او د کندهار د امنیې قوماندانۍ اړوند د ملي پولیسو ځواکونو ځای پر ځای شوي دي او اوس په دې لاره کې کوم امنیتي خنډ شتون نه لري.
0 1 دقیقه لوستل