نړۍ

داروپا داتحاديې نوى سمندري ماموريت پيل شو

بروکسل دويچه ويله   باختردلړم دمياشتې ١١ :
دمديترانې په سمندرګي  کې دمهاجرينو  ورځ په ورځ  زياتيدونکي شميرته په پاملرنې سره ، داروپا اتحاديې   پرون  د ( تريتون )  په نامه  دخپلې سرحدي ساتنې  عمليات پيل کړل.
ټاکل شوې ده چې په دغه ماموريت کې له اوو بيړيو  او له څلورو الوتکو او هليکوپترونو څخه  کار واخستل شي او ددغه ماموريت په ترڅ کې دپناه غوښتونکو بيړۍ کشف شي او پناه غوښتونکي ايټاليا  او دمالتا ټاپو ته وليږدول شي .
دتريتون  دماموريت دمهاجرينو دحقوقو فعالين  نيوکې کوي اوپه دې نظر دي  چې  دغه ماموريت  دماره  نوستروم په نامه  دمديترانې  په سمندرګي کې  دايټاليا د ژغورنې دعملياتو له پخواني ماموريت څخه  کوچنى دى.
په تيرو دوولسو مياشتو کې  ايټاليا  په يوازيتوب سره  پناه غوښتونکي منلي دي او په دې لاره کې يې  په مياشت کې  نهه مليونه يورو لګولي دى.
دايټاليا سمندري ځواکونو  څه  دپاسه يوسلو پنځوس زره  تنه پناه غوښتونکي
له سمندرڅخه وچې ته ليږدولي دي ، زياتره يې  سوريائيان  او ايريتريائيان دي.
تريتون  په نهه اعشاريه  دوو مليونو يورو سره  په يوه مياشت کې  دماري نستروم دعملياتو  يوازې درېمه برخه بودجه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته