کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو نن په لغمان ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيوله .
د امنيتي مامورينو د څرګندونوله مخې: دوى د لغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته سيمه کې يوماين کشف او شنډ کړى دى .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: طالبانو غوښتل چې د دغه ماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول .
خبرځاى وويل چې د دغې ناکامې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
د يوبل خبر له مخې: د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو په لغمان ولايت کې کشف شوه .
دغه ډيپو د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې کشف شوې ده.
د لغمان ولايت د پوليسو يومقام وايي چې په دې ډيپوکې له ځانه جوړ شوي ماينونه ، بمونه او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
2 1 دقیقه لوستل