ښوونه او روزنه

د ښوونکو د وضعیت د ښه والي لپاره د پوهنې وزارت اقدامات بيان شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي پرون د هېواد د ښوونکو د منتخبې سراسري شورا په عمومي غونډه کې د ښوونکو د ژوندانه وضعیت د ښه والي په اړوند ددغه وزارت د مشرتابه وروستۍ هڅې او اقدامات بيان کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکو د ژوندانه وضعیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو په حل کې د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي جدي پاملرنه د پوهنې د کيفيت جوړولو په اړوند يو شرط وباله.
ډاکتربلخي د ښوونکو د قدم او رتب لوړوالي، د ښوونکو د پور صندوق د جوړولو، د ښوونکو د معاشونو د زياتوالي د طرحې وړاندې کول، د پارلماني انتخاباتو د حق الزحمو تعقيبول او د ښوونکو په ښارګوټوکې د ځمکې د نمرو د وېش پرځاى د کور د طرحې ځاى پرځاى کول د ښوونکو د حالت د ښه والي په لاره کې د پوهنې وزارت  د مشرتابه پلاوي له اقداماتو څخه وبلل.
هغه د پوهنې وګړني کېدو ته په پاملرنې، له پوهنې سره د وکړو، ښوونکو او ښوونځيو د شوراګانو د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
ختم-ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته