امنیت

دهېواد په لويديځ کې دملي اردو دسرتيرو فراغت

دهرات ښار باختردوږي دمياشتې يو ٣١ نيټه :
د ظفرقول اردو شلو تنو  منسوبينو  په واټونو کې دماينونو دکشف او شنډولو   د يوې روزنې دورې له  تيرولو څخه  وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دظفر  قول ارد دانجينرۍ مدير ډګروال نورالله  ددغه شان مسلکي کورسونو جوړول يې دملي اردو دمنسوبينو لپاره دورځنيو فعاليتونو په بهيرکې  په ښه توګه له وسايطو څخه استفاده  يوه  اساسي اړتيا  وبلله.
ده له ددغه کورس  له ګډون کوونکو څخه وغوښتل  تر څو هغه تجربې  يې چې له خپلو ښوونکو څخه زده کړي  دي  په خپلو  دندو کې ورڅخه استفاده وکړي او دملي اردو له هغوتجهيزاتو او وسايطو څخه چې ددوى په واک  کې ورکول کيږي په  جدې توګه  څارنه وکړي.
دا دروان  کال په بهيرکې په واټونو کې دماينونو دکشفولو اوشنډولو  پنځم کورس دى  چې دظفر قول اردو دقطعاتو  دشلو تنو افسرانو ، بريدملانو  اوسرتيرو په ګډون  جوړ شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته