کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨ :
د دولت دوه تنه مخالفين د ملي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو له خوا په پروان ولايت کې ونيول شول.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول باختر آژانس ته وويل: دغه کسان تېره شپه د ملي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونوله خوا د پروان ولايت د غوربند درې په شينواري ولسوالۍ کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
خبرځاى وويل: په دغوکسانو تور لګول شوى دى چې په زياترو ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې لاس لري او د شينواري ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي.
خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانو څخه يو آر پي جې توغندى ، يو کلاشينکوف ، د٨٢ ملي متري توپ يوه ګولۍ او د زيکويو يوصندوق گولۍ هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نيول شوي کسان تر پوښتنې لاندې دي.
1 1 دقیقه لوستل