امنیت

په ننګرهار کې دوه تنه ونيول شول

_   کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دوه تنه دطالبانو له ډلې سره  د اړيکو په تور نن په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس  ته  خبر ورکړ.  دغه دوه تنه دننګرهار ولايت په پچيراو اگام ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه  جنګي وسايل هم ترلاسه  شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته