امنیت

په کراچۍ ښار کې پنځه تنه ووژل شول .

کراچى جيونيوز باختر د لړم ديرشمه :
دپاکستان په کراچۍ ښار کې دنويو نښتو له امله ديو پوليسو په ګډون پنځه تنه ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې :  ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دپوليسو په يوې ليږدونکې واسطې ډزې وکړې چې له امله يې يو تن پوليس ووژل شو او يوبل پوليس ټپي شو .
دغه راز دکراچۍ په يوه بله  سيمه کې دوسله والو طالبانو د ډزو له امله څلور تنه
ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
سربيره پردې دکراچۍ  ښار دمور په قصبه کې  امام  بارګاه ته څيرمه يوه بورۍ چاوديدونکي توکي دپوليسو لاسته ورغلل  او پوليسو هغه  شنډ کړل .
په کراچۍ ښار کې له څو کلونو راپه دې خوا  اړو دوړ او قصدي  وژنې او بريدونه دوام لري چې له امله يې په زرګونو تنه وژل شوي اوپه سلګونو تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته