ټولنه

په کابل کې په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ټپيان شول .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دکابل ښار د محمود خان پله په ساحه کې ديوې ترافيکي پيښې  له امله درې تنه ټپيان شول .
دکابل دترافيکي پيښو امر عبدالشکور صافي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن دمحمود خان پله دساحې دخانه نور ښوونځي ته څيرمه رامنځته شوه
ديو کرولا موټر چلوونکي چې عادي نه بريښيده  له دريو تنو سره ټکر وکړ اوټپيان يې کړل چې دوزير محمد اکبر خان په  روغتون کې بستر شول .
  په همدې حال کې دکابل دترافيکو  موظفينو  ديوې ترافيکي  پيښې  عامل چې  پرون دکابل ښاردپنځه سوه فاميليوپه ساحه کې له يوه لاروى  سره ټکر کړى و اودهغه دمړينې سبب شو وپيژاند .
ددغې پيښې عامل يو پوځي  و چې له ساحې څخه تښتيدلې دلى دى .
ددغې پيښې په اړوند څيړنې اوپلټنې دوام لري .   ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته