امنیت

په روزګان کې تر پنځلسو زرو کسان په نشه يې توکو روږدي دي

ترينکوټ باخترد زمري د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولايت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسولين وايي چې په دغه ولايت کې تر پنځلسو زرو پورې کسان په نشه يي توکو روږدي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغه غونډه کې د چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د ملي ورځې د نماځغونډې په موخه رابلل شوې وه، د روزګان د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې رېیس عبدالظاهر سالاري وویل چې په دغه ولايت کې د د دولسو زرو څخه تر پنځلسو زرو پورې کسان په نشه یي توکو روږدي دي.
هغه وویل په ټول هیواد کې درې میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې په منځني ډول هر تن د ورځې یو ډالر مصرفوي چې په مجموع کې ټول روږدي کسان په يوه ورځ کې درې میلیونه ډالر مصرفوي چې له امله یې د هیواد پر اقتصاد ناوړه اغیزه کړي دی.
د سالاري د څرګندونو له مخې په پلان کې لري چې؛ په نږدې راتلونکي کې په مرکز ترینکوټ کې د معتادینو د درملنې په موخه د یوه روغتون د جوړېدو چارې پیل کړي چې تر ډیره بریده به د درملنې په برخه کې د معتادینو ستونزې حل کړي.
د له دیني عالمانو او رسنیو څخه وغوښتل چې ددغه ناوړه کښت د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي په موخه پراخ تبلیغات وکړي.
سالاري پر روزګانیانوغږ وکړ که د نشه يي توکو له کښت او کار څخه لاس واخلي نو یو شمېر رغنیزي پروژې به په دغه ولایت کې د اړوند وزارت له خوا څخه پلي شي.
یو شمېر دیني عالمانو هم د وینا پر مهال د هر ډول نشه يي توکو کرکیله او کارول ناروا وګڼل او روږدي کسان یې د ټولنې د بربادۍ سبب وګڼل.
هغوی له خلکو څخه وغوښتل چې ددغه ناوړه بوټي د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي او ددغه حرام کښت پر ځای دې حلال کښت ته مخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته