سیاست

اعلاميه

کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون اعلاميه
  په دې وروستيو وختو کې په ځينو ټوليزو  شبکو کې داسې  اوازې خپرې شوې دي چې گنې ټاکل شوې ده د  ١٣٩٧ کال دولسي جرګې  دنوماندانو له نهايي لست څخه د ٣٥ تنو حذف  شويو افرادو په باب  دانتخاباتي شکايتونو د کميسيون تصميم تعديل شي .
  دانتخاباتي  شکايتونو کميسيون ددغه شان اوازو  په ردولو سره يوځل بيا ټينګارکوي  چې دانتخاباتو له قانون سره سم  ، په دې باب  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون تصميم  وروستى دى اوهيڅ مرجع  دهغه دتعديل  اوبيا تصميم نيونې واک  نه لري .
له دې امله له دې لارې دافغانستان پتمنو خلکو ته ډاډ ورکول  کېږي چې هيڅ فرمان نه شي کيداى له قانون څخه پورته وي او په دې پړاو کې  دشکايتونو دکميسيون دتصميم دتعديل  لپاره دفرمان دصادرولو  امکان شتون نه لري  په تيره بيا په هغو مواردو کې چې پريکړه پخوا په دې باب  نيول شوې ده  ځکه  دحقوقي اصل پربنسټ  ( قانون خپل  ما قبل ته رجعت نه کوي )   البته ديادونې وړد ه چې حکومت تراوسه پورې دانتخاباتي  شکايتونو دکميسيون  داستقلاليت  ژمن دى او دانتخاباتي شکايتونو  دکميسيون له قانوني پريکړو سره يې جدي ملاتړ کړى دى .
له دې امله يوځل بيا دانتخاباتي شکايتونوکميسيون ټينګار کوي چې دانتخاباتو دقانون دمادو دصراحت له مخې په هغو ټولو مواردو کې چې ددې کميسيون دواک په حدودو کې دي له دې جملې  څخه  دکانديدانو دنهايي فهرست په اړوند دانتخاباتي  شکايتونو دکميسيون تصميمونه ، نهايي دي او هيڅ  مرجع دهغو  دنقض صلاحيت نه لري  ټول اشخاص اوبنسټونه  دې دخپلو نظريو په څرګندولو کې  دهېواد نافذه قوانين په پام کې ونيسي او له  هرراز  غير مسوولانه  څرګندونو او دريځ څخه دې ډډه وکړي او دهغو دقانوني پايلو په باب دې  بشپړ پوهاوى ولري .
له  ترديد  پرته هر راز لمسوونکي او اخلالونکي  اقدام اويا دقانوني بهيرونو  په تيره بيا دانتخاباتو دملي بهير سبوتاژ کوونکى اقدام ، جدي انتخاباتي سرغړونه شميرل کېږي او دهېواد دنافذو قوانينو په تيره بيا دانتخاباتو دقانون له مخې دقانوني تعقيب  موجب دى .
دغه راز داسې   رپوټونه  شتون لري چې په ولايتونوکې ځينو جګپوړو دولتي کارکوونکو له معترضو نوماندانو سره په ملاتړ او پلوى ، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دپريکړې پرخلاف اقدام کړى دى .
دشکايتونو کميسيون ددغو افرادو په پيژندنې سره خبر دارى ورکوي که چيرې خپل دغه  چلند ته دوام ورکړي دهغوى دغه اقدام انتخاباتي  سرغړونه شميرل کېږي او له قانون او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له حکم سره سم له هغوى سره چلند کېږي او دانتخاباتي  سرغړونو په باب  دانتخاباتو په قانون کې اټکل شوي   تاديبي موارد په هغوى عملي کېږي  او که چيرې  تشخيص شي په دې برخه کې کوم  جرم رامنځته شوى دى مجرمين به عدلي اوقضايي مراجعو ته معرفي او نومونه به يې هم په تور لست کې شامل شي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته