امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
اووه تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن عبدالقهار آرام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په اتمان زايي کلي کې د توپونو د ډزو له امله ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
آرام زياته کړه: دغه راز د وسايطو ضد يو ماين د دغه ولايت د چار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او د پامير د شلمې فرقې د تطهير د ټيم له خوا په ساحه کې له منځه يوړل شو .
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر پرون هم د ١٣ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او د مسووليت په ساحه کې د دريو ماينونو د کشفولو او شنډولو خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته