کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥ :
د میدان وردګو والي وايي ولسي خلک دې د خپلو حقوقي مسئلو د حل لپاره دې قانوني لاره غوره کړي تر څو په راتلونکي کې له مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ نه شي.
د باخترآژانس دخبرله مخې : دغه څرګندونې د ميدان ورګو والي حیات الله حیات نن د دغه ولايت له یوشمیر قومې مشرانو سره د يوې غوڼدې په ترڅ کې وکړې.
دغو مشرانو د یوې حقوقې مسلې په اړه خپل معلومات شریک کړل کوم، چې د میدان ښار د اوسیدونکې ګل حبیب او د دایمرداد ولسوالۍ استوګن زیړي ګل ترمنځ رامنځته شوې .
دوى وویل، چې د دواړو غاړو ترمنځ حقوقي مسئله هغه وخت په ستونزه واوښته، چې یوې غاړې د خپل پور ترلاسه کولو لپاره دویم سړى کښینولى او هغه بیا وروسته پرې د اختطاف دعوا کړى.
د میدان وردګو والي وویل، چې ولسي خلک دې خپلې حقوقي مسلې د قانون له لارې حل کړي؛ ترڅو په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره مخامخ نشي.
ده راغلو مشرانو ته د هر ډول قانوني غوښتنو د پوره کیدو ډاډ ورکړ؛ او ويې ویل، چې له قانون سره په ټکر کې د ستونزو حل لارې ناشوني دي.
1 1 دقیقه لوستل