کابل باختر د مرغومي يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بغلان ولایت پر اوسیدونکې میرمن سحرګل باندې د ظلم، زور زیاتي اوکورني تاو تریخوالي موضوع دى په جدي توګه وڅیړي.
دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې
د هېواد جمهوررئیس،نن د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د کورنیو چارو امنیتي معین ته دنده وسپاله چې پر میرمن سحرګل باندې د ظلم او زور زیاتي اصلي عاملین دى، ډیر ژر ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د رپوټونو له مخې، د بغلان ولایت اوسیدونکې سحرګل چې د میړه د کورنۍ له خوا ورباندې سخت ظلم او زور زیاتی شوی او شاو خوا شپږ میاشتې د بغلان ولایت د پلخمري ښار په دوهمه ناحیه کې په یوه پټنځای کې ساتلې شوې وه، په دې وروستیوکې پولیسو د خلکو په همکارۍ له دغه پټن ځای څخه را و ایستله او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.