امنیت

ددولت يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
ددولت يوولس تنه وسله وال مخالفين پرون دامنيتي ځواکونو له خوا دهېواد په جنوب  زون کې وځپل شول .
د٢٠٥  اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ جزوتامونو له نورو امنيتي ځواکونو سره دزابل ولايت د شاجوي اوشهر صفا دولسواليو او دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې داتل په نامه دمحاربوي عملياتو په بهير کې  دهوايي او توپچي  قواوو ګوزارونه وکړل .چې له امله يې  ددولت يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او ددښمن څلور موټرسايکلونو دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلل او دغه راز ٣١ ډول ډول  ماينونه   يې کشف او شنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته