کابل باختر دسلواغي اتمه
په پروان ولايت کې دښځو دلاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو .
په دې نندارتون کې دپروان ولايت دښځو په لسګونو لاسي صنايع دابرار د خيريه مرکز په همکارۍ ديوې ورځې لپاره ننداري ته وړاندي شوي دي .
دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا داداري له ښځو سره دمرستې څانګه ددغه نندارتون تمويلوونکي ده .
دپروان ولايت دښځو دچارو رييسې شاه جهان يزدان پرست دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دې نندارتون کې دښځو په لسګونو لاسي صنايع له دې جملې څخه خامک ګڼدل ، ښځينه جامې او دماشومانو جامې ، غالى ، ډولي ګلان ، مري ګنډلو ، وچې ميوې او سابه او ډول ډول اچار ننداري ته وړاندي شوي دي .
ميرمن يزدان پرست وايي چې دغه نندارتون د ښځو دلاسي صنايعو دپلورني او بازار موندلو په مقصد جوړ شوى دى .
دپروان ولايت يو زيات شميرخلکو دغه نندارتون وکوت او دغه راز دښځو يو شمير لاسي صنايع په دغه نندارتون کې پلورل شوي دي .