امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٢ :
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په  جګړه ووژل شول.
جګړه د ارغنداب ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت ونښته چې طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته  وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د طالبانو يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې په قندهارکې د دوى د بم د چاودنې له امله ټپيان شوي دي.
دغو طالبانوغوښتل چې د سپين بولدک ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې بمونه ښخ کړي چې د دوى بم وچاوديد .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډپيو د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې کشف شوه.
د قندهار پوليس وايي چې په دې ډيپوکې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته