امنیت

درې وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
درې وسله وال طالبان  تېره شپه په لوګر کې  ووژل شول .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان ددغه ولايت په  څرخ ولسوالۍ کې دپوځيانو دهوايي برېدونو له امله ووژل شول اوددوى پوځي تجهيزات  هم له منځه لاړل .
داپه داسې حال کې ده چې  په لوګر کې دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد په دې وروستيو دريو مياشتوکې دپوځيانوهوايي او ځمکني برېدونه دوام لري اودغې ډلې ته دسرزيان او مالي تاوان اوښتى دى .
ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته