سیاست

دبشري منابعو درييسانو دوره يې غونډه جوړه شوه

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٩ :
دبشري منابعو  درييسانو غونډه نن دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا په وزارت کې  جوړه شوه.
دغه غونډه   دکليود بيا جوړولو اوپراختيا  دوزير  او داداري اصلاحاتو اوملکې خدمتونو  دخپلواک  کميسيون درييس په ګډون  دبشري منابعو  په ادارو کې دشتو ستونزو ته  د حل  دلاري موندلو  په مقصد  جوړه شوه.
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې   دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس برمک  ددغې غونډي  هدف دستونزو  موندل  اودملکې خدمتونو داداري اصلاح  کول وبلل   او ويې ويل چې موږ نن دمرکز اولايتونو  دبشري منابعو ټول رييسان  راټول کړي دي اوپه ګډه  داداري اصلاحاتو اوملکې خدمتونو له خپلواک کميسيون  سره دعامه اداري  دموجودو چلنجونو  اوستونزو دحل دلاري دموندلو لپاره  هلې ځلې  کوو.
وروسته   داداري اصلاحاتو اوملکې خدمتونو دخپلواک  کميسيون  رييس ډاکتر احمدمشاهد په دې غونډه کې  وويل چې دقوانينو تطبيق   او داجرااتو څيړنه  شته اوبايد دحل دلاره  ومومو اوپټ وزګارتيا  زموږ دملکې ادارو ستونزي  دي او موږ غواړو  هغه وپيژنو او په لري کولو يې اقدام  وکړو   اوپه  دې   برخه  کې دبشري  منابعو رييسان دنده لري چې په دې لاره کې له  موږ سره همکاري او موږ ته لارښوونه وکړي .
ډاکتر مشاهد وويل چې په دولتي  مرکزونو کې استخدام په سلو کې اته نوي  دبشري منابعو  درييسانو له خوا ترسره کېږي او دبشري منابعو رييسان دې بايد  دقت وکړي .
ډاکتر مشاهدزياته کړه  چې موږ دنتيجو لپاره دظرفيت  دلوړولو دپروګرام دتطبيق په حال کې يو چې کولاى شي په ادارو کې دلوړو امتيازاتو مخه ونيسي .ډاکترمشاهد وويل ددغه پروګرام له  عملي کېدو  څخه په استفادي سره په امتياز يواځي  غوره او مستحقو افرادو ته ورکړي شي  او نور به دواسطې اورابطې اودځينو بانفوذو افرادو دلاسوهنې زمينه چې دافرادو دلوړو امتيازونو سبب  کېږي له منځه لاړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته