نړۍ

عربستان له لبنان سره څلور مليارده ډالري پوځي مرستې وځنډولې

رياض – بى بى سي- باختر د کب دمياشتې ١
سعودي عربستان له لبنان سره خپل څلورمليارده ډالري پوځي مرستې ځنډولې دي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
ټاکل شوې وه په دغو پيسو له فرانسې څخه وسلې وپيري او د لبنان د اردو په واک کې يې ورکړي.
سعودي عربستان په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د لبنان له اردو سره د دغو پوځي مرستو ژمنه کړې وه او د فرانسوي پوځي وسلو او تجهيزاتو لومړى کاروان د تېرکال په ثور مياشت کې لبنان ته رسيدلى دى .
دغه راز ويل شوي دي چې عربستان د لبنان له امنيتي سرويس سره هم يو مليارد ډالره مرسته لغوه کړې ده .
د عربستان دغه اقدام له هغه وروسته ترسره شو چې د لبنان د بهرنيو چارو وزير د هغه پريکړه ليک ملاتړونه کړ چې د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په پاى کې د ايران پرخلاف او د سعودي عربستان په ملاتړ صادر شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته