امنیت

دامنيتي برخې ويندويان : اويا زره تنه ځواکونه درايي ورکونې دمرکزونواو ځايونو دامنيت دتامينولو لپاره ددندې په اجرا کولو بوخت دي .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
  دملي دفاع کورنيو چارو ،  دښځو دچارو او دپوهنې دوزارتونو او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ويندويانو نن دحکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په يوه خبري کنفرانس کې  دانتخاباتو دامنيت دتامينولو   ډاډ ورکړ او له خلکو څخه يې وغوښتل چې درايي ورکونې  صندوقونو ته په يون  سره دې  له خپل دغه حق څخه ګټه واخلي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې خبري کنفرانس کې  چې دکورنيو چارو  وزارت وياند نجيب  دانش وويل چې دقندهار او غزني له ولايتونو پرته   دهېواد په ٣٢  ولايتونوکې دراي ورکونې دڅه دپاسه شلو زرو ځايونو سره درايې ورکونې  ٤٩٠٠ مرکزونه   رايي ورکوونکو پرمخ پرانستې دي او اويا زره تنه امنيتي او دفاعي  ځواکونه ددغه  ځايونو دامنيت په تامينولو بوخت دي .
په همدې حال کې دملي دفاع وزارت وياند سيد غفور احمد جاويد هم دانتخاباتو دامنيت دتامينولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې مهم انتخاباتي مواد ددغه وزارت په واسطه په ډير لنډ ممکن وخت کې دهېواد  ٣٢ ولايتونو او ولسواليو ته ليږدول شوي دي
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن سهار په لومړيو شيبو کې درايي ورکونې يوه مرکز ته په ورتګ سره خپله رايه درايي  ورکونې په صندوق کې واچوله او دغه ملي بهير يې پيل کړ
په ولايتونوکې هم واليانو او دهغوى مرستيالانو د سهار په لومړيو شيبو کې درايي ورکونې مرکزونو ته په يون سره خپلې رايي په صندوقونو کې واچولې او له رايي ورکوونکو څخه يې غوښتي دي چې دخپلې رايي  له  حق څخه ګټه واخلي
دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې وياند سيد شاه سقيم  وويل  چې همدا اوس دهېواد په ٣٢ ولايتونو کې درايي ورکونې بهير دوام لري او دهيڅ راز  ستونزې خبر نه دى ترلاسه شوى
دښځو دچارو او دپوهنې  دوزارتونو وياندويانو هم  له هېواد والو په تيره بيا له ښځو   څخه وغوښتل چې درايي  ورکونې مرکزونو ته په ورتګ سره دخپل له دغه حق څخه ګټه وا خلي .
  ختم- شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته