امنیت

دملي دفاع وزير دناټو دپوځي کميټې له رييس سره وکتل

کابل باختر دسلواغي دوه ويشتمه
دملي دفاع وزير دناټو دپوځي کميټې  له رييس او ملګري هيئت سره  يې دملي دفاع وزارت په مقر کې وکتل .
دباختر اژانس دخبر له مخې ،  ددغې کتنې په پيل کې دملي دفاع  وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په بيلابيلو برخو په تيره بيا  دافغان امنيتي ځواکونو  دروزنې او پياوړتيا په برخه کې دناټو دهمکاريو له امله  دمننې او قدرداني په ترڅ کې دافغانستان له ملي اردو او له نورو امنيتي ځواکونو سره ددغه سازمان  داوږدمهالو ملاتړيزو او روزنيزو مرستو ددوام غوښتنه وکړه .
دملي دفاع وزير  دملي اردو دپرمختيا او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير په اړوند دافغان امنيتي ځواکونو  دتياري په باب  خبرې وکړې اوزياته يې کړه  زموږ خلک په برياليتوب سره  دامنيتي مسووليتونو داجراکولو هرکلي کوي دبل هر وخت په نسبت  په امنيتي ځواکونو باور يې  زيات شوى دى .
ځکه  په عملي توګه ليدل کيږي  چې دملي اردو دځواکمني  کچه او ظرفيتونه لوړ شوي دي او ښه برياليتوبونه يې  په برخه شوي دي  او کولي شي په هيواد کې  امنيت تامين کړي .
دملي دفاع وزير دملي اردو دلارې پرسر دپرتو ستونزو او خنډونو يادونه هم وکړه او هيله يې وکړه  چې  تر ٢٠١٤ کال پورې ددغو ستونزو او چلنجونو په لمنځه وړلو بريالي شي او زياته يې کړه چې زموږ  ټولې هلې ځلې په دې لاره کې دى  چې تر٢٠١٤ کال پورې  له پاتې مودې څخه  دملي اردو دظرفيتونو دلازيات لوړولو په لاره کې زياته استفاده وکړي او اوسپنيز او خلل نه منونکي عزم او اراده لرو  چې دلوى خداى ( ج )  په مرسته او دخپلو ميړنيو خلکو په همکارۍ  له  ٢٠١٤ کال وروسته هم په سرښندنې او ځان تيريدنې سره  دخپل ګران هيواد دفاع  وکړو .
  په دې کتنه کې دناټو دپوځي کميټې رييس  په افغانستان کې درامنځته شويو پرمختګونو ،  دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي اردو دځواکمني او پياوړتيا او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهير کې  دهغوى دبرياليتوبونو له امله خوښئ څرګنده کړه او دملي دفاع  په وزارت کې يې  اغيزمن مديريت  او رهبري  وستايله  او ډاډ يې ورکړ  چې ناټو  له  ٢٠١٤ کال وروسته هم  افغانستان  يوازې نه پريږدي  او له ملي اردو او له نورو افغان امنيتي ځواکونوسره به خپلو ملاتړيزو  اوروزنيزو همکاريو ته  دپخوا په شان دوام ورکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته