کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۲۱مه
په غزني ولايت کې پرون د وسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړای شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختر اژانس ته وويل چې د واغظ، ګيرو او د مقر ولسواليو په مربوطاتوکې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه شنډ کړای شول.
په دغو پېښو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دغو جګړو کې د واغظ ولسوالۍ څلور تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
ختم_ ف _ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ