فرهنګ

دمعياري ودانۍ نشتوالى دپنجشيردملي راډيو ټلويزيون مهمه ستونزه

_  کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
په پنجشير ولايت کې دملي راډيو ټلويزيون  اداره معياري اداري ودانۍ نه لري.
دپنجشيرولايت  دراډيو ټلويزيون رييس محمد عزيز عظيمي  نن دباخترآ ژانس  خبريال ته وويل : سره له دې چې په پنجشيرکې دملي راډيوټلويزيون دادارې  او ددغه ولايت دجوړيدو له وخت څخه لس کاله تيريږي خو تراوسه پورې معياري ودانۍ نه لري .
عظيمي دغه راز په دغې اداره کې دځينو تخنيکي ستونزو دشتون يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې ددغو ستونزو دلرې  کولو په مقصد يې  په وار وار په مرکز کې دملي  راډيو ټلويزيون دلوى رياست له مقاماتو سره خبرې کړې دي  خو تراوسه پورې په دې باب کوم اقدام نه دى شوى .
دپنجشيرولايت  دراډيو ټلويزيون دتخنيکي  څانګې مسوول انجينر عبدالرحمن په دې ترڅ کې چې ددغې ادارې اوسنۍ  ودانۍ غير ميعاري بولي  له مقاماتو څخه غواړي چې ددوى دغه ستونزه حل کړي.
ديادونې  وړ ده چې دپنجشيرولايت دراډيوټلويزيون  دادارې کارکوونکي همدا اوس په يوه کرايي ودانۍ کې  چې  معياري تخنيکي شرايط نه لري ، خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته