امنیت

د هېواد په ختيځ کې د داعشيانو د سر زيان

جلال آباد باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
څوارلس تنه داعشيان د افغانستان په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونوله              امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين، روداتو، کوټ او د هسکې مينې په ولسواليوکې د دوى په پټنځي بريدونه وشول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې څوارلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو نن سهار د اچين، مومند درې او کوټ   د ولسواليو او د جلال آباد ښار له ګڼ ميشتو لارو څخه يوولس ماينونه کشف او شنډکړل.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته