امنیت

پنتاګون: دکابل په بريدونو کې دحقاني شبکى لاس درلود

واشنګټن دي دان باخترد وري٢٩

دامريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت مقا ماتو ويلي دي چې په کابل کې په پوځې تاسيساتو اوسفارتونو خونړيو ترورستې بريدونو ته په زيات ګومان دحقاني دشبکى له خوا چې په پاکستان کې پټنځايونه لري سازمان ورکړ شوى دى

 د امريکا ددفاع وزارت مطبوعاتي سکرتر جورج ليتل پرون وويل لو مړنيو نښو نښانو ښودلى ده چې د حقاني شبکى په کابل کې دروانې اوونۍ ديکشنبې دورځې په بريدونو کې لاس درلود

ده خبريالانو ته وويل: دغو بريدونو اتلس ساعته دوام وکړ چې په ښه توګه همغږى شوي وو خو افغان امنيتې ځواکونو دډير ګټور کار په تر سره کولو سره و کو لى شول چې دغه بريدو نه ښنډ کړې

دامريکا ددفاع وزارت مطبوعاتي منشي وويل داحيرانونکى نه دى چې ياغيانو بريد دپسرلۍ په راتګ سره پيل کړ

 په داسي حال کې چې په افغانستان کې جګړه لا تر او سه پورې هم په لوړه کچه کې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته