ښوونه او روزنه

دکابل پولتخنيک پوهنتون خبرتيا:

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دکابل پولتخنيک پوهنتون خبرتيا:
دکابل پولتخنيک پوهنتون دجيولوجي او کانونو پوهنځى د ١٣٩٤ تحصيلي کال د دويمې نيمايي لپاره علمي کادرته اړتيا لري.
دجيولوجي دانجينرى او دهايدرو جيولوجي په ديپارتمنت کې په دوو بستونوکې د ډاکتر،ماستر او ليسانس په سويه او دغه راز د پرانستو کانونو درايستلو دانجينرى په ديپارتمنت په دوو بستونو کې د ډاکتر ، ماستر او ليسانس په سويه علمي کادر ته اړتيا لري.
په شرايطو برابرمينه وال دې ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه د روان کال دوږي دمياشتې تر دولسمې نيټې پورې دخپل شموليت دغوښتنليک پړاونه دکابل پولتخنيک پوهنتون له لارې بشپړ او دخپلو نمرو له ترانسکرپت او دتابعيت له تذکرې سره دې دپوهنتون ادارې ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته