سیاست

دفارياب دخان چارباغ ولسوالۍ لپاره دطالبانو له خوا دنومول شوي ولسوال وژل کيدل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت  دخان چارباغ ولسوالۍ لپاره   نومول شوى ولسوال  دپوځيانو په بريد کې ووژل شو.
په قاري شاه محمد نن سهار په داسې حال کې چې  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و  دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل  شو.
په دې بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه  نور غړي هم له قاري شاه محمد سره يو ځاى  وژل شوي دي.
په فارياب  ولايت کې دپوليسو يو قوماندان  باخترآژانس ته وويل ؛  چې دپوځيانوپه دې بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دخان چارباغ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال قاري شاه محمد ددغې ډلې   له دريو تنو نورو  غړو سره ووژل شو.
قاري شاه محمد  دفارياب ولايت په ځينو سيمو کې دوروستيو ناامنيو داصلي عامل په توګه بلل کيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته