ميمنه باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
په فارياب ولايت کې اته کلي د وسله والو مخالفانوله شتون څخه پاک شول.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ټکى د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور رسنيو ته څرګند کړ او ويې ويل ؛ دنويد_ ٨ دعملياتو په دوام سربيره پردې چې دښمن ته دسر دروند زيان اوښتى دى او د دغه ولايت په خواجه سبزپوش او شيرين تګاب ولسواليو کې د دويم قره شيخي ، لب شور، قريه حاجې شريف ، اله تياغ ، ګورزاد، نورخيل ، خواجه چرخي او کول تپه کلې دوسله والو مخالفانوله شتون څخه پاک شول.
دلاور زياته کړه؛ پوليسو دغه راز د شيرين تګاب ولسوالۍ په ګورزاد کلي کې د وسله والو مخالفانو له خوا ځاى پر ځاى شوي پنځه ماينونه هم کشف اوشنډکړل.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل