امنیت

دطالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو يوه ډيپو په لوګر ولايت کې کشف اوضبط  شوه .
دلوګر  ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى  دباختراژانس خبريال ته وويل: دوسلو دغې ډيپو دطالبانو په قوماندان مولوي عبدالله پورې اړه لرله چې دکشفي راپور  له امله او په پل علم ښار پورې اړوندپه ايسپيس کلي  کې دملي امنيت دځواکونو له خوا دعملياتوپه بهير کې  کشف شوه .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې :په دې ډيپو کې  يو جوړ شوى ماين يوبوشکه  يي ماين دوسايطو ضد دوه ماينونه څلور ريموټ کنټرول  دتوغندي څلور ماينونه ددوه اتياملي متري توپ يوه ګولې ، يو کلاشيکوف  او دڅو متره ثانيه  سوځوونکي  فليتي ترلاسه شوي دي  .
خبرځاى زياته کړه :ددغې قضيې  په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته