امنیت

په روزګان کې د طالبانو په برید کې درې پولیسان شهیدان شول

٢٧- کابل / د مرغومي / ۶/ باختر
د پولیسو ٣ تنه منسوبان نن سهار د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې شهیدان شول .
د روزګان والي محمد عمر شیرزاد د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سرتیري هغه وخت شهیدان شول چې وسله والو طالبانو د ګېزاب په ولسوالۍ کې پر پوستو برید وکړ .
هغه زیاته کړه چې په دغې نښته کې یو شمېر وسله وال طالبان چې تر اوسه پورې یی دقیق شمېرنه دی معلوم هم وژل شوي دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته