فرهنګ

غير ملموس فرهنګي آثار مرمت کېږي

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه
د «فېروزکوه فرهنګي موسسې» او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ نن د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.
دغه هوکړه ليک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د «فېروزکوه فرهنګي موسسې» لوى رييس ناتان واکراستروب  لاسليک کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: ددغه هوکړه ليک له مخې د «فېروزکوه فرهنګي موسسې» د غيرملموسو فرهنګي آثارو په مرمت کولوکې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کوي.
پوهاند باوري د دغه هوکړه ليک له لاسليک کولو مخکې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «فېروزکوه فرهنګي موسسې» په هر اړخيزې همکارۍ سره بريالى شوى دى چې په دې فرهنګي برخه کې لاسته راوړنې ولري.
هغه دغه راز وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه بنسټ په همکارۍ هڅه کوي چې د هېواد يوشمېر غير ملموس فرهنګي آثار د نړيوالو آثارو په فهرست کې        شامل کړي.
وروسته د «فېروزکوه فرهنګي موسسې» رييس، د فرهنګ او هنر له معينيت سره د دغه بنسټ پر همکارۍ باندې په ټينګار سره وويل چې د هوکړه ليک موخو ته د رسېدو لپاره په لومړي ګام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي روزل کېږي چې څه ډول غيرملموس آثار مرمت کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې: د هېواد په مرکز او ولايتونوکې ١٩غير ملموس فرهنګي آثار مرمت ته اړتيا لري.
د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنکي سلاکار ډاکتر خوشحال روهي هم شتون درلود.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته