امنیت

په جوزجان کې ددولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د تلې لومړي : دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو قوماند انانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول . دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دجوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ په بيش کپه کلي کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ووژل شول . غفوري زياته کړه چې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مشهور قوماندانان ملا حسيب او صوفي اسحق هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي . ده زياته کړه چې په دغو بريدونوکې اته تنه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي او امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . _ عطاالله _ اکرم ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته