امنیت

د اسلام قلعه په سرحدي ښارګوټي د ټانکرو په تمځاى کې اورلګيدنه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د اسلام قلعه په سرحدي ښارګوټي د تيلو د ټانکرونو په تمځاى کې اورلګيدنه زيات مالي تاوانونه اړولي دي. په دې اورلګيدنه کې چې پرون مازيګر ولګيد د تيلو څه ناڅه پنځه ټانکرونه وسوځيدل .
د هرات ولايت دولتي مسوولينو د دغه خبرپه تاييدولو سره وويل: دغه اور د اور وژنې د ټيمونو له خوا په خپل وخت مړ شو.
تراوسه پورې د دغې اورلګيدنې علت معلوم نه دى، خو لومړنۍ څيړنې ښيي چې بې احتياطي د دغې پيښې عامل وي.
ويل کيږي په خپل وخت د اور وژنې د ټيم په رسيدو سره د زياتو تاوانونو مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته