نړۍ

شمالي کوريا نوي توغندي آزمايښت کړل

  نړيوالې خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٨ :
جنوبي کوريا وايي چې شمالي کوريا د بيړۍ ضد څو کروز توغندي چې له ساحل څخه توغول کيږي، آزمايښت کړي دي .
مقامات وايي: دغه توغندي چې په ښکاره لنډ واټن ويشتوونکي دي، د پنجشنبې د ورځې په سهار د وونسان له ښارڅخه وتوغول شول او د ٢٠٠ کيلومترو واټن  له وهلو وروسته دغه توغندي په اوبوکې ولګيدل.
په روان کال کې د شمالي کوريا د توغنديو پرله پسې آزمايښتونه د نړيوال خطر سبب شوي دي.
شمالي کوريا د مې د مياشتې په  ٢٩ نيټه له همدې سيمې څخه سکات ډوله باليستيکي توغندى توغولى و.
د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا تېره جمعه د رايو په اتفاق دشمالي کوريا  د يو شمېر مقاماتو او دولتي موسسو پرخلاف د هدفمندو بنديزونو د عملي کولو لپاره د امريکا نوى پيشنهادي پريکړه ليک تصويب کړ.
امريکا دغه راز د توغنديو د دغو آزمايښتونو په غبرګون کې د شمالي کوريا شاوخوا خپل پوځي شتون پياوړى کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته