اقتصاد

څه دپاسه لس زره کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او اوونۍ کې د هېواد په ٣۴ولايتونو کې د پټاټو، پيازو او انارو د ساتنې لپاره د صفر انرژۍ ۱۰ زرو ۶٨۵زېرمې او سړې خونې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
په دغو پروژو کې د سبو او ميوو د وچولو سلګونه لمريزې دستګاوې هم شاملې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رييس او وياند اکبر رستمي وايي چې د دغو نويو پروژو د جوړولو کار د زراعتي محصولاتو د مديريت د پروژې له لارې د ۵ میلياردو ۶۱۵ میليونو ١١٧زرو افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له بودجې څخه د هېواد په ٣۴ ولايتونو کې تطبيقې شوې دي چې د بزګرانو ۱۰ سلنه ونډه هم پکې شامله ده.
رستمي وويل چې د نويو پروژو په تطبيق سره د وارداتو د کمښت او د صادراتو د زياتوالي او د زراعتي محصولاتو د خوسا کېدو د مخنيوي ترڅنګ ٢۵٠ زره کاري فرصتونه هم رامنځته شوي دي.
اکبر رستمي ټينګار وکړ چې د دغو پروژو بشپړېدل د خوړو پر خونديتوب، د دولت د عوايدو پر زياتوالي او د بزګرانو پر اقتصادي ودې زیات اغېز کوي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته