لښکر ګاه باختر د وږي ۵ مه
د هلمند ولایت په ۲۱۵ میوند قول اردو کې ۴۷ تنه افسران او بریدملان د دغه ولایت د سیمه یېزې اردو د روزنې لپاره وروزل شول.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال برید جنرال عبدالهادي ترین د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،یاد منسوبین د ملي اردو د نویو جنګي تکتیکونو او بېلابېلو مسلکونو څخه د(5) اوونیو زده کړو وروسته فارغ شول.
هغه زیاته کړه چې فارغ شوي منسوبین به د هلمند ولایت لپاره د سیمه يېزې اردو منسوبینو ته پوځي زده کړې ورکوي.پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ