امنیت

په روزګان کې طالبانو ته د سر دروند زيان .

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
د طالبانو د ډلې ديو قوماندان په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره دنوى جګړې په بهير کې ووژل شول.
په دې جګړه کې چې نن سهار د خاص روزګان په ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې ونښته ديو ځانمرګې بريد کوونکې په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د روزګان دوالي وياند دوست ناياب دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې جګړه کې دخاص روزګان لپاره د طالبانو دنومول شوى ولسوال دمرستيال په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ونيول شول.
ناياب وويل: دغه پوځي عمليات يې له دوو ورځو راپه دې خوا دخاص روزګان په ځينو سيمو کې پيل کړي دي اودغه راز دوام لري.
د رارسيدلو خبرونو له مخې تراوسه پورې دخاص روزګان دولسوالۍ په لسګونو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته