امنیت

تبصره:

کابل باختر د مرغومي دويمه :
په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه د افغانستان د امنيتي او دفاعي بنسټونو د ظرفيت جوړولو او سمبالولو په ژمنې سره له دغه هيواد څخه وځي؛ خو د پوځي تاسيساتو او وسايطو ويجاړول کيداى شي د هغو ژمنو پرخلاف حرکت وي چې دنړيوالو ځواکونو او د افغانستان په قضيو کې دښکيلو هيوادونو له خوا شوې دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: هغه بهرني ځواکونه چې امريکايي پوځيان پکې زيات کميت لري؛ له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.
له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلوپروګرام د٢٠١٤ ميلادي کال په وروستيوکې د پرتګال په لزبن کې د ناټو د مشرانوپه غونډه کې طرحه شو.
دناټومشرانوپه هغې بله غونډه کې چې د امريکا په شيکاګوښارکې جوړه شوه؛ په دې طرحه کې چې د لزبن د غونډې په پريکړه باندې ټينګار وکړ؛ د افغانستان په دفاعي او امنيتي بنسټونوکې يې د ظرفيت  جوړولو اوسمبالولو موضوع يوه جدي اړتيا وبلله او د ناټو هرغړى هيواد د افغانستان د امنيتي او دفاعي بنسټونو د ظرفيت جوړولو، سمبالولو او ملاتړ په مقصد يو لړ ژمنې وکړې.  يواځې امريکا ديو داسې هيواد په توګه چې په افغانستان کې ډير زيات پوځي کميت لري؛ ژمنه شوه .
افغان امنيتي ځواکونو د لزبن له غونډې وروسته په خپلواک ډول د هيواد د دفاع لپاره خپل تيارى اعلام کړ او له بهرنيو ځواکونو څخه افغان پوځيانو ته د امنيتي مسووليتونو دسپارلو کار پيل او اوس نږدې دپاى ته رسيدو په حال کې دى.
هغه څه چې د افغانستان دولت دبهرنيو پوځيانو د وتلو په درشل کې بيان کړل او دبهرنيومتحدينوله خوا يې تاييد شول؛ د افغان پوځيانو د ظرفيت جوړولو او سمبالولو په مقصد مرسته وه.
دغه راز په افغانستان کې دبهرنيو پوځيانوقوماندانانو له افغانستان څخه د وتلو د پروګرام له پيل کيدومخکې ژمنه وکړه چې خپل پوځي تاسيسات او وسايط چې د ليږدونې وړ نه دي اوکيداى شي د افغانستان د امنيتي او دفاعي بنسټونو لپاره ګټور او اغيزمن وي؛ ددغه بنسټ په واک کې ورکوي او د افغانستان دولت د بهرنيو ځواکونو دپوځي تاسيساتو او امکاناتو د سپارلو دپروګرام دسالم مديريت په مقصد يوکميسيون جوړکړچې دغه بهير په مطلوب ډول تحقق ومومي. خوکله چې له افغانستان څخه د وتلو پروګرام پيل شو؛ معلومه شوه چې دغې ژمنې او پريکړې خپل ځاى نه دى پيداکړى او افغان پوځيانو ته د بهرنيو ځواکونو دپوځي تاسيساتو اوامکاناتو د سپارلو بهير لکه څنګه چې لازمه ده او ژمنه يې شوې وه؛ نه عملي کيږي .
بهرنيو ځواکونو له خپلو ناڅيزو پوځي امکاناتو پرته نور امکانات يا له منځه يوړل او يا دا چې له ځان سره يې وليږدول. لکه څنګه چې په پکتيکا کې ميشتو بهرنيو پوځيانو د ښرنې ښار ته څېرمه خپله اډه چې د څه دپاسه شلو مليونو ډالرو په لګښت يې جوړه کړې وه؛ نه يواځي داچې افغان پوځيانو ته يې ونه سپارله، بلکې هغه يې ويجاړه کړه آن د اوبو کيندل شوې څايې بيا ډکه کړه. ښرنې ته ورته اقدامات د هيواد په نورو سيمو فارياب ، بادغيس ، کونړ او په نورو ځايونوکې شوي دي .
د را رسيدلو معلوماتو له مخې: بهرنيو پوځيانو په دې پلمه چې ګني افغان ځواکونه له دغو تاسيساتو او امکاناتو څخه داستفادې او دهغو دساتنې لپاره لازم ظرفيت نه لري؛ دهغو په ويجاړولو لاس پورې کړى دى .
دغه شان پلمې کيداى شي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ناکامۍ او بې پروګرام والى سند ولري او دا کار ثابتوي چې بهرنيو پوځيانو په تيرو دولسوکلونو کې يواځې د افغان پوځيانو د ملاتړ او سمبالولو شعارونه ورکړل. خو په عمل کې يې څه ونه کړل. هغوى ژمنه کړې وه چې د کادرونو په روزنه او د افغان ځواکونو په ظرفيت جوړولوکې مرسته کوي او اوس په خپله دافغان په دفاعي بنسټونوکې دنه ظرفيت خبرې کوي .
په دې ترتيب بهرنيو پوځيانو په عملي توګه ونه غوښتل چې په افغانستان کې د کادرونو د روزنې او ظرفيت جوړولوبهير عملي شي. له دغو ټولو پلمو سره سره د افغانستان اردو بهرنيو ځواکونو د دغو پوځي تاسيساتو او امکاتاتو د ساتنې او کارولو لپاره مجرب او پياوړي کادرونه لري. لکه څنګه چې دخپل هيواد د امنيت په تامينولوکې ښه وځليدل؛ دپوځي تاسيساتو او تجهيزاتو د ساتنې او کارولو ظرفيت هم لري .
دملي امنيت شورا په خپلې پرونې غونډه کې دغه مسئله وڅيړله او دبهرنيو پوځيانو له خوا د نظامي تاسيساتو او تجهيزاتو ويجاړول يې يو غير موجه عمل وباله اومسوولوحکومتي بنسټونو ته يې دنده وسپارله چې په دې باب دافغانستان دحکومت جدي انديښنې دې د آيساف دځواکونو قوماندانانو ته ورسوي .
ديادونې وړ ده چې دبهرنيو ځواکونو له خوا دپوځي تاسيساتو او تجهيزاتو د ويجاړولو بهير د هغوى په نسبت د افغانستان د خلکو ترمنځ بې اعتمادى او بې باورى ته پراختيا ورکړي؛ ښه به وي چې بهرني ځواکونه په هوښ راشي او د خپلو ژمنو درناوي وکړي او عملي يې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته