سیاست

دسره پوځ دتيرۍ په وړاندې دکابل دخلکو دحماسو درناوي وشو

کابل- باختر د کب دويمه :
دمسلمانو ازاده ګانو دمرکز له خوا دسره پوځ دتيرۍ په وړاندې دکابل دخلکو دکب دمياشتې ددريمې نيټې دپاځون درناوي وشو .
دباختراژانس  دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله دسياسي فعالينو ،مدني ټولنې او ديوزيات شمير کابل ښاريانو په ګډون جوړه شوې وه دملي ائتلاف  مشر ډاکتر عبدالله دکب دمياشتې دريمه ديو داسې ملت دينداري او ازادي غوښتنې څرګندويه وبلله چې له ظلم او بې عدالتي څخه دخلاصون په خاطر يې پا څون وکړ.
ده دکب دمياشتې  ددريمې  پاڅون  داستعمارله شر څخه دنورو ملتونو دازادي پيل وباله .
وروسته دولسي جرګي غړى  سيد حسين عالمي بلخي په دې غونډه کې دکب دمياشتې ددريمې پاڅون  دسره پوځ ديرغل په وړاندې دافغانستان دخلکو دمبارزي پيل وباله او دغه پاڅون يې دافغانستان په سياسي تاريخ کې يوبې ساري حرکت وباله .
وروسته دافغانستان دمسلمانو ازاده ګانو دمرکز رييس عبدالجلال جلال ، دافغان ښځو د ټولنې رييسې  فتاني ګيلاني او يوشمير  نورو دموضوع په باب خبرې وکړي او  دکابل  دخلکو دپاڅون  په اړوند يې خپلې نظريې  بيان کړي .
  په پاى کې  دبرخه والو له خوا په اتو مادو کې يو پريکړه ليک تصويب شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
دافغانستان دمسلمانو ازاده ګانو مرکزله خپلو هدفونوسره سم له ټولو ښکېلو افغاني لورو څخه غواړي چې دهيواد په اوسنيو نازکو شرايطو کې داوسني بحران دپاى ته رسولو او په هيواد کې دسياسي ثبات داعاده کولو لپاره يوبل ته لاسونه ورکړي او دسولې دټينګښت په لاره کې  کار وکړي چې يوځل بيا نه يوازي کابل ښار بلکې ټول ښارونه او دافغانستان کلي د١٣٥٨ کال دکب دمياشتي ددريمي نيټې په شان دخونړيو پيښو دتکرار  شاهدان ونه اوسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته